وايي، چې ميږي ته یو څاڅکی هم دریاب وي، نو غلطه به نه وي، که ووایو چې د چا لامبو نه وي زده، هغه ته یو وړوکی ډنډ هم له ژور دریابه کم نه دی، ښايي په کې غرق شي او له مرګه وروسته یې څپې څنډې ته څپ وهي.
د روغتیا نړېوال سازمان یا ډبلیو، ایچ، او له ریپوټ سره سم، هر کال په دنیا کې درې سوه اته اتیا زره کسان په اوبو کې د لاهو کیدو له وجې ساه ورکوي.
په افغانستان کې چې په زیاتره سیمو کې یې بریښنا او یا هم د لامبو لپاره ځانګړي ځایونه نشته، چې تنکي ځوانان او ځوانان له ګرمۍ تنګ شي خصوصاً د اوړي په موسم کې، نو په نهرونو او سیندونو کې لامبي، چې کله نا کله پکې ډوبيږي او مري.
په کابل کې د قرغې بند که یو خوا د چکر یا تفریح لپاره یو ښکلی ځای دی، نو بل خوا تر اوسه په چکر ورغلي ګڼ ځوانان بیرته پخپلو پښو ترې ندي راغلي، هماغه چکر یې د ژوند وروستی چکر شوی، خو بیا هم ګڼ ځوانان اوس هم هلته لامبي، زه قرغې ته لاړم او له ځوانانو سره له نږدې وغږیدم، هماغه ورځ هم دوه ځوانان لاهو شوي وو، خو لا یې په دنیا غله دانه پاتې وه، ځکه د څو لامبوزنو له خوا ژوندي راوويستل شول.
***
هسې خو به له ډیرو شیانو سمه یا ناسمه ګټه اخيستل کيږي، خو خبره یې په کاروونکي کس کې ده، چې څنګه یې کاروي، لکه موبایل یا ګرځنده ټیلیفون... که درباندې ناوخته دی، شپه ده، کور ته زنګ وهې، احوال ورکوې، د هغوي زړه ډاډه کيږي، نو ښه... خو که چا ته هسې مسکالونه ورکوې، ځای ځای په لوړ غږ موزیک اورې، له اجازې پرته له چا عکسونه اخلې او یا ویډيو کوې او دې ته نه ګورې چې د هغه بل زړه ازاروې، نو په خپله پوهیږئ چې دا یې ناسمه کارونه ده... د ښوونځي ځینې زده کوونکي له خپلو هغو ټولګیوالو ګیله من دي، چې له ځانه سره ټولګي ته موبایل راوړي، دوی وايي چې هم موږ له درسه اوباسي او هم د ښوونکي فکر ګډوډیږي.
ځينې ښوونکي هم له خپلو هغو زده کوونکو چې له ځانه سره ښوونځي ته موبایل راوړي، خوشاله ندي، مقدس د کابل ښار په یوه لیسه کې ښوونکې ده:
"شته، تلاشي شته، خو بیا هم نه پوهیږم څنګه ځینې زده کوونکي موبایل تر وره راتیروي، کله چې زنګ ورته راشي نو زموږ فکر تیت و پرک شي، نه موږ په سم ډول درس ورکولی شو او نه هم زده کوونکي په سم ډول درس زده کولی شي، له کورنیو هیله لرم چې ښوونځي ته د راتګ پر مهال دې موبایل په کور کې ترې ستنوي، چې کله له ښوونځي بیرته کور ته ستنيږي، بیا دې یې ورکوي،له دې سره به هم موږ ښه درس ورکړو او هم به دوی په سمه توګه درس زده کوي."