هیلري کلینټن به د روانې میاشت په پای کې ۳اروپايي هېوادونه ته ولاړه شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هیلري کلنتن د روانې ميلادي مياشتې په پای کې د روسيې په شمول دريو اروپايي هېوادونو ته ولاړه شي.

ميرمن کلنتن به په لتفيا او فنلند کې له چارواکو سره تر ليدو وروسته، په سنت پترس برګ کې په نړېواله غونډه کې برخه واخلي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکتوريا نولاند ويلي دي، چې ميرمن کلنتن به د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګې لافاروف سره خبرې وکړي.