د یونان درې ګوندونو په اصولو کې د ایتلافي حکومت په جوړو موافقه کړې

د یونان درې ګوندونو چې له دې هېواد سره د اقتصادي ستونزو د لیرې کولو لپاره د نړېوالو مرسته کونکو د ژمنو ملاتړ کوي، ویلي چې په اصولو کې یې د ایتلافي حکومت په جوړو موافقه کړې ده.

محافظه کارنیوډموکراسي چې د تیرې یکشنبې د ورځې د پارلماني انتخاباتو ډیرې رایې یې ګتلي، له سوسیالیست پاسوک او کین اړخي ډموکراتیک ګوندونو سره د نوي حکومت د جوړولو لپاره د خبرو مشري کوي.

پاسوک او کین اړخي ډموکراتیک ګوندونوویلي چی دوی تمه کوي، نوی ایتلافي حکومت به نن د ورځې په پای کې چې د نوي حکومت د جوړولو لپاره وروستۍ نیټه تعین شوې، اعلان شي.

یونان ته نړیوالو مرسته ورکونکو له دې هیواده غوښتي چې یوداسې نوی حکومت جوړکړي چې د هغو سختو اقتصادي پلانونو عملي کولو ته ژمن وي چې اتن پرې له اروپایي اتحادیې او نړیوال وجهی صندوق سره موافقه کړې وه.