د پاکستان ولسمشر د دوهمې ورځې په مخه د نوي صدراعظم د غوره کیدو لپاره خبرې کوي. پرون سترې محکمې یوسف رضا ګیلاني له صدارته لرې کړ.
ګیلاني په دې جرم له کاره لرې شو چې ده د سترې محکمې له غوښتنې سره سم د سویس له چارواکو د ولسمشر زرداري د اختلاس د دوسیو د بیا پرانیستو غوښتنه نه وه کړې.
د ګیلاني لرې کیدل د پاکستان د قضایي سیستم او د زرداري د حکومت تر منځ د تصادم د اوج څرګندونه کوي.
زرداري د دې بحران په اړه د پیپلز ګوند له مشرانو سره خبرې کوي او چارواکي وایي، هیله لري چې نوی صدراعظم به نن ناوخته معرفي کړي.
په پاکستان کې سیاسي بحران په داسې وخت کې راپیدا شوی دی چې دغه هیواد د مسلمانو افراطي مسلمانانو له شخړو سره مخامخ دی، اقتصادي ستونزې لري او د انرژۍ له سخت کمبود سره مخامخ دی.