پاکستان یو مشکوک فرانسوي وسله وال، چې له اصله د الجزایر دی نیولی

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې یو مشکوک فرانسوی وسله وال یې چې له اصله د الجزایر دی نیولی دی. پاکستاني امنیتي چارواکو دغه تن تورن کړی دی چې د القاعده شبکې مهم غړی دی.

امنیتي مسوولانو وویل، نامین مزیچي د ایران پولي ته نژدې په بلوچستان کې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

د دې نیولو په برخه کې نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.

چارواکو مزیچي د القاعده هغه غړی معرفي کړی چې په اروپا کې له وسله والو ډلو سره اړیکي لري او داسې باور کیږي چې یا به په پاکستان او یا هم په ایران کې اوسیده.

د رسنیو له رپوټونو سره سم داسې باور کیږي چې مزیچي د القاعده له بل مشر یونس الموریتاني سره له نژدې همکار و.

الموریتاني تیرمیلادي کال د سپتیمر په میاشت کې پاکستاني امنیتی مسوولانو ونیو. دا سړی هم په بلوچستان کې نیول شوی و.