د حسنې مبارک د روغتیا په برخه کې ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي

د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د روغتیا په برخه کې ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوې دي.

د مصر دولتي اژانس مینا لومړی رپوټ ورکړ، کله چې حسنې مبارک په قاهره کې له زندانه پوځي روغتون ته بیول کیده، نو له طبي نظره وفات شوی و.

خو وروسته بیا د یوه لویدیځ اژانس اسوشیتد پریس په ګډون رسنیو د چارواکو په وینا داسې رپوټونه خپاره کړل چې څلور اتیا کلن مبارک ژوندی دی او مصنوعي تنفس ورکول کیږي.

د مبارک یوه ملاتړي ذکي محمد نن په قاهره کې وویل:

« رییس که ژوندی و، خداې پاک دې صحت ښه کړي او عمر دې ورکړي او که وفات شو خدای پاک دې پرې ورحمیږي.

هغه په هېواد کې ډير ښه کارونه کړي چې د هیریدو نه دي، هغه پوځي و د جګړو سړی و او ډیره ډيره مرسته یې کړې. د دې لپاره به موږ هغه په خپلو سرونو ګرځوو)

پرون داسې رپوټونه خپاره شول چې حسني مبارک د سهار خواته کوما ته ولاړ او له زندانه چې هلته په عمري حبس محکوم دی نژدې پوځي روغتون ته انتقال شو.

دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې د حسني مبارک زړه د څو ثانیو لپاره له کاره ولوید بیا ډاکټرانو د فشار له لارې د هغه زړه بیرته فعاله کړ.