خلک وايي، چې دغه شمېرې ډیر کله پر وخت د مشتریانو هغو شکایتونو ته جواب نه وايي، چې د نورو ټلیفون نمبرونو له خوا دوی او یا یې هم کورنۍ زورول کیږي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون هم له مخابراتي شبکو څخه د خلکو شکایتونه مني او له مخابراتو وزارت څخه غواړي، چې د مخابراتي کمپنیو جدي څارنه وکړي.
د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي، چې ټولي مخابراتي کمپنۍ باید پر وخت د خپلو مشتریانو ستونزي حل کړي.
د دې وزارت تخنیکې مرستیال بریالي حسام ازادۍ راډیو ته وویل، که د خلکو ستونزې د کمپنیو له خوا پر وخت نه حل کیږي، نو د دې وزارت د شکایتونو 999 شمېرې ده تي زنګ ووهي.
د راپورونو له مخې په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او په میلیونونو کسان له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شوي، خو د دغو خدمتونو کښته کیفیت او لوړي بیي لا هم پر ځای پاته خبره ده.
په نا امنیو ولایتونو او لیري پرتو سیمو کې بیا خلک وايي، چې مخابراتي شبکې یې په سیمو کې ښه کار نه کوي، یا د شپې له خوا بندیږي او یا هم شبکه فعاله وي خو کار نه کوي.
خلک غواړي، چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د مخابراتي خدمتونو د لګښتونو بيي کښته، ستونزې یې ژر حل او د مخابراتي اسانتیاوو کیفیت لوړ شي.