روسيي د میزایلو د دفاعي سیستم پر وړاندې خپل پر مخالفت ټینګار کړی

د روسيي ولسمشر د متحده ایالاتو په مشرۍ د میزایلو د دفاعي سیستم پر وړاندې د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار کړی دی.

په مکسیکو کې د جي شل هېوادونو سرمشریزې ته په څرګندونو کې ولادمیر پوتین وویل، د دې موضوع د پرمختګ یوازینۍ حل دا دی چې امریکا ،اروپا او روسیه په ګډه توګه دغه دفاعي سیستم ولري.

نوموړي وویل، د امریکا د ولسمشر په توګه د باراک اوباما له بیا انتخاب سره به هم دا لانجه حل نشي.

خو متحده ایالات ټینګار کوي چې په اروپا کې د میزایلو ددفاعي سیستم نصبول د ایران لخوا د بالقوه ګواښ لپاره دی او دا روسيي ته کوم خطر نه متوجه کوي.