بان کیمون په سوریې کې د وژنو د زیاتېدو له امله“سخت خواشینی” دی

د ملګرو ملتونو یو جګ پوړی چارواکی وایي، عمومي منشي بان کیمون په سوریې کې د وژنو د زیاتېدو له وجې “سخت خواشینی” دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال اوسکار فرناندیز تارانکو، امنیت شوری ته وویل، بان کیمون د امنیت شوری له پنځلسو غړیو څخه غواړي، د سوریې پر حکومت باندي د دوام داره فشار لپاره باید متحد شي، تر څو د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د استازې کوفي عنان شپږ مادېز پلان عملې کړې.

د عنان پلان دواړو خواو ندی عملي کړی.

د امریکا متحده ایالاتو پدي وروستیو کې روسیه غندلې چې د ملګرو ملتونو د هغو پریکړه لیکونه د تصویب مخه یي نیولې چې د بشار الاسد پر رژیم باندي د سختو بندیزونو ګواښونه پکې کیدل.

امریکا دغه راز په سوریې باندي د مسکو د وسلو پلورل هم غندلې دې.

د ملګرو ملتونو عمومی منشي وایي، تېره میاشت د سوریې په شخړو کې لږترلږه لس زره کسان وژل شوې، خو د ملګرو ملتونو سرچینې وایي، اصلې شمېرله دي هم ممکن پورته وي او په شخړو کې شاوخوا څوارلس زره کسان وژل شویدي.