په کندز کې د سړي تښتوونکو یوه ډله نیول شوی

د کندز ولایت پولیسو، په دې ولایت کې د سړي تښتوونکو یوه ډله نیولې ده.

د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیو ته وویل، دا درې کسېزه ډله په دې وروستو کې په خان اباد ولسوالۍ کې نیول شوې ده.

د حسیني په وینا، د سړې تښتونکو په ډله کې دوه سړي او سوه ښځه شامل دي.

د دغو کسانو له منګولو څخه یو افغان سوداګر هم خلاص شوی دی.