په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو دفتر (یوناما) په دې هېواد کې د ښځو لپاره د امن ځایونو د شتون ملاتړ وکړ.
یوناما د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د ښځو او انجونو لپاره د امنو کورونو او د هغوي د مصونیت او ساتنې پوره ملاتړ کوي.
یوناما وایي، دا امن ځایونه یا کورونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه تلو کې مهمه ونډه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عدلیې وزیر حبیب الله غالب د یکشنبې په ورځ، دا ډول کورونه د ښځو لپاره د فحشا او بداخلاقۍ ځایونه بللې وو.
د ښځو د چارو وزارت په دې امن ځایونو کې د هر ډول اخلاقې فساد تورونه په کلکه رد کړي دي.