په دې وروستیو په سوریه کې د ملګرو ملتونو پر ځواک حملې شوي

په سوریه کې د ملګرو ملتونو د څارونکي ماموریت مشر وايي، په دې وروستیو په سوریه کې د ملګرو ملتونو پر ځواک حملې شوي دي، خو بیا هم د هغه په وینا دوي په دغه هېواد کې پاتیږي.

جنرال رابرټ مود وویل:

(پر څارونکو د ټانک او سپکو وسلې ډزې نزدې کیږي او په تیرو څو اونیو کې څو ځله په نښه شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د څارونکو په وړاندې دا تاوتریخوالۍ او د دوي د کار په وړاندې نورې ستونزې د دې سبب شوي چې د څارونکو د فعالیت د بندولو پریکړه وشي .ما دا پریکړه خطرونو ته په پام سره کړی ده ځکه دا ګواښونه ددې ماموریت عملي کیدل ستونزمن کړي دی.)

د سورېې د حکومت مخالفان وايي په دې هیواد کې د څه د پاسه یو کلن تاوتریخوالي په نتیجه کې ۱۴ زره کسان وژل شوي دي.