د مصر دولتي خبري اژانس وايي، د دې هېواد پخوانۍ ولسمشر حسنې مبارک له طبي نظره مړ شوی دی.
د مبارک د وضیعت په اړه زیات جزئیات نه دی خپاره شوي.
خو د مصر امنیتي مقامات د دولتي خبري اژانس د راپور برعکس ټینګار کوي چې پخوانۍ ولسمشر لا هم ژوندی او په مصنوعي توګه ساه اخلي.
حسنې مبارک چې په عمر قید محکوم دی د مغزي سکتې له امله پرون د زندان له روغتون څخه یوې پوځي شفاخاني ته انتقال کړای شوی دی.
دولتي تلویزون وویل، ډاکترانو په طبي الاتو سره د مبارک زړه چې د څو ثانیو لپاره دریدلی دی، بیرته پر حال کړ.