د ننګرهار په غني خیلو کې پنځلس کیلو ګرامه هیروین د پولیسو له خوا نیول شوي

د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې پنځلس کیلو ګرامه هیروین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دې ولایت د والي ویاند احمدضیا عبدالزي وویل، دا هیرویین د یوه تن له خوا په مخصوصو کڅوړو کې ځاې پرځاې شوي وو، چې د یوه فلاینګ کوچ موټر څخه په استفاده قاچاق کیدل.

د عبدالزي په وینا چې یاد اندازه هیروین پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولې دي.