د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترافيکي پيښې يو تن وژلى

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترافيکي پيښې يو تن وژلى او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ تنه نور تپیان کړي دي.

پېښه نن د ورځي يوولس بجې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د دوه سراچه موټرو د ټکر په پايله کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د ترافیکو مدیر احمدالله خان وایي، چې په ټپیانو کې څلور تنه ماشومان، او څلور ښځې هم شاملي دي، چې د درملنې لپاره د سپين بولدک ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي.

پر لويو لارو د موټرو زياته ګڼه ګوڼه، د چلوونکو نه مسلکيتوب او د سړکونو خرابوالۍ هغه ستونزې دي، چې ډېر کله پر دې لارو د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.