پښتو وتلې سندرغاړې غزاله جاوید په پیښور کې په ډزو ووژل شوه

پښتو وتلې سندرغاړې غزاله جاوید په پیښور کې په ډزو ووژل شوه، پولیسو او روغتیایي کارکونکو مشال راډیو ته وویل، چې غزاله پرون شپه له یوې ارایشګاه څخه راوتلې او په موټر کې سپریده چې وسله والو پرې ډزې وکړې او شپږ مرمی پرې ولګیدې.

له هغې سره پلار یې هم وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې د غزاله پخواني میړه جهانګیر په دغې حملې کې په لاس لرلو تورن شوی دی.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې چې پښتانه اوسي، د غزاله د سندرو مینه وال ډیر زیات دي.

د راپورونو له مخې نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې له جهانګیر سره چې یو سوداګر دی، واده کړی و خو وروسته چې کله پوه شوه چې هغه بله ښځه لري، ورڅخه جلا شوه. ویل کیږي هغه دا سندرو ویلو ته نه پریښوده.