افغان ولسمشر د کابل په شکردره کې د بریښنا د یوه بند د جوړلو کار پرانیست

افغان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د کابل په شکردره ولسوالۍ کې د بریښنا د یوه بند د جوړلو کار پرانیست.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریاله د چارواکو له قوله وايي، چې د شاه و عروس په نوم د بریښنا دغه بند د حکومت په ۴۸ عشاریه دوه میليونه افغانۍ بودیجې جوړيږي.

ویل کیږي، چې د دې بند د جوړیدو قرارداد له یوه ایراني شرکت سره شوی چې په ۴۸ میاشتو کې به یې کار بشپړ شي.

افغانستان دا مهال خپلو یو شمېر مهمو ښارونو ته بریښنا له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه را واردوي.