په ننګرهار کې پنځه تنه ماشوم تښتوونکي په ۱۵کاله بند محکوم کړای شو

د ننګرهار د محاکمو ریس فضل هادې فاضل وایي، چې پنځه تنه ماشوم تښتوونکي په پنځلس کاله بند محکوم کړې دي.
د نوموړي په وینا چې دغه پنځه تنه د ننګرهار ولایت هستوګن دي او په یوه علني محکمه کې د ماشوم تښتونې په تور په پنځلس کاله تنفیذي بند محکوم شول.

دغه ماشوم خالد نومیده او په جلال اباد ښار له دویمې ناحیې څخه درې میاشتې وړاندې یادو کسانو تښتولی و، چې وروسته بیا د پولیسو له خوا دا کسان ونیول شول.