مشهوره سندرغاړې غزاله جاوید د پیښور په ډبګری سیمه کې ووژل شوه

مشهوره سندرغاړې غزله جاويد پرون د پېښور ښار د ډبګرۍ په سيمه کې له خپل پلار سره يو ځای ووژل شوه.

غزاله جاويد د ۲۰۰۴ کال له لومړيو څخه د سندرو په ويلو پيل وکړ او ډېر ژر يې شهرت په سيمه کې خپور شو.

تر اوسه پورې چا د غزاله جاويد د وژلو مسووليت په غاړه نه دی اخيستي.