د يونان ولسمشر د دغه هېواد د (نوې ديموکراسۍ) په نوم محافظه کار ګوند ته بلنه ورکړه، چې د يوه ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره خبرې پيل کړي.
ولسمشر وروسته له دې نوې ديموکراسۍ ګوند ته د حکومت جوړولو لپاره د خبرو اجازه ورکړه چې دغه ګوند د يونان په وروستيو انتخاباتو کې بريالي شو.
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل پرون په مکسيکو کې د يونان د اقتصاد لپاره د احتمالي تدابيرو په اړه خبريالانو ته وويل:
«موږ بايد اوس ډاډه شو، چې د اروپايي اتحاديې، د اروپا د مرکزي بانک او د پيسو د نړېوال صندوق استازي ژر اتن ته لاړ شي.
موږ د يونان لپاره پر يوه پروګرام سلا کړې چې بايد عملي شي، د دې هدف دا دي چې يونان بايد پر خپلو ژمنو ودرېږي.»
د يادونې وړ ده چې د نوې ديموکراسۍ ګوند برياليتوب هيلې غوړولي چې يونان به له يورو زون څخه ونه وځي ځکه چې دا ګوند له اقتصادي بحرانه د يونان د ژغورلو لپاره د بهرنيو پورونو غوښتونکي دي.
اقتصادي کارپوهانو خبرداري ورکړي چې که يونان له يورو زون څخه ووت، د نړۍ اقتصاد ته به منفي نتيجې ولري.