د رومانيا پر صدراعظم ادبي غلا تور پورې شو

د رومانيا پر صدراعظم لږ وروسته له دې د ادبي غلا تور پورې شو چې د ده د کابينې يو وزير د ورته تور په خاطر استعفا ته مجبوره شو.

د (نېچر ژورنال) نشريې د راپور له مخې په کيڼ اړخي ويکتور پونتا، چې د اپريل په وروستيو کې صدراعظم شو، تور دی چې د نورو ليکوالو او خپروونکو ليکنې يې د سرچينې په توګه د هغوي له يادولو پرته د خپلې دوکتورا په تيزيس کې اقتباس کړي دي.

ده په ۲۰۰۳ ميلادي کال دوکتورا اخيستې وه.