رپوټونه وايي، چې له مصر سره د اسراییل په سرحد کې نن وسله واله نښته شوې ده. په دې نښته کې یو اسراییلي او لږترلږه دوه تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي دي، چې مشکوک فلسطیني وسله وال نن سهار پر یوه اسرايلي ډزې وکړې. وژل شوي اسراییلي په سرحد کې د موانعو د جوړولو د یوې ساختماني کمپنۍ کارګر و.
د اسراییل پوځ ویلي دي، چې اسراییلي عسکرو په مقابلو ډزو لاس پورې کړ او دوه مشکوک وسله وال ووژل شول.
په دې پيښه کې د ملکي تلفاتو په اړه رسمي رپوټ نه دی ورکړ شوی.