د فوټبال په پرونیو لوبو کې جرمني ډنمارک او پرتګال هالنډ ته ماتې ورکړه

د اروپا د فوتبال جام لوبو په ترڅ کې تیره شپه په (B) ګروپ کې جرمني له ډنمارک سره مسابقه وکړه چې جرمني دوه د یوه په مقابل کې ډنمارک ته ماتې ورکړه او د دغو لوبو بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه.

پرتګال له هالند سره مخامخ شوچې لوبه دوه د یوه په مقابل کې د پرتګال په ګټه پای ته ورسیده. پرتګال هم د دې جام بل دورته ووت.

پرتګال به د جون په ۲۱ له چک جمهوریت او جرمني به د جون په ۲۲ له یونان مسابقه کوي.

نن به په (C) ګروپ کې انګلستان له کروشیا او فرانسه له سویډن سره مسابقه کوي.