سوریه: حکومتي ځواکونو پرون یو وار بیا پر حمص ښار حملې وکړې

د سوریې د بشري حقونو فعالان وایي، پرون د سوریې پرحمص ښار یو واربیا د بشارالاسد د رژیم ځواکونو حملې وکړې.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څارډلې ویلي چې د حمص له ښاره باید شاوخوا زرکورنۍ وایستل شي.

دغې څارونکې ډلې د ملګروملتونوله سازمان څخه غوښتنه کړې چې په حمص ښارکې د شخړو د پای ته رسیدولپاره دې مداخله وکړي.

د سوریې د اپوزیسیون ملي شورا په حمص ښار کې د دوامداره وژنو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ښار شاوخوا دیرش زره رژیم پلوه ملیشو محاصره کړی دی.