د فرانسې په پارلماني ټاکنو کې سوسیالیستانو د پارلمان اکثر څوکۍ ګټلي دي

د فرانسې د انتخاباتو څیړنیزې موسسې وړاند وینه کوي؛ چې په پرونیو پارلماني انتخاباتو کې سوسیالیستانو د پارلمان اکثره څوکۍ ګټلي دي.

سوفریس (Sufres) او سي اس اې (CSA) موسسې وایي؛ چې د سوسیالستانو اتحاد د ۵۷۷ کسیزې ملي اسامبلې له ۳۱۲ نه تر ۳۲۶ پورې څوکۍ ګټلي؛ چې پرشنویا کین اړخو ګوندونواتکا ته اړتیانه لري.

فرانسویانو پرون د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې خپلې رایې وکارولي.

په ملي اسامبله کې د سوسیالیستانو اکثریت به دوی په فرانسه کې پرچارله پراخ نفوذ څخه برخمن کړی ځکه همدا اوس د جمهوري ریاست څوکۍ په دوی پورې تړلې، پرسنا کنټرول لري او هم یوزیات شمیرسیمه ییز حکومتونه سوسیالیستانو جوړکړي دي.