د یونان د سیریزا د ګوند مشر په پرونیو ټاکنو کې خپله ماتې ومنله

د یونان د سیریزا د ګوند مشر ″الیکسیس سیپراس″ چې له دې هیواد سره د اقتصادي مرستو مخالف و، په پرونیو پارلماني انتخاباتو کې خپله ماتې ومنله.

د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې ښیي، چې محافظه کار ″نیو ډموکراسي″ ګوند په سلو کې ۲۹،۵ رایې ګټلي دي. سیریزا ګوند د ۲۷،۱ رایو په ګټلو سره دوهم ځای نیولی دی. پاسوک سوسیالیست ګوند دریم ځای نیولی چې په سلو کې ۱۲،۳ رایې یې خپلې کړي دي.

د انتخاباتو دغه نتیجه دا مانا لري چې نیوډموکراسي او پاسوک ګوندونه به وکولای شي چې ایتلافي حکومت جوړکړي.

د پاسوک ګوند مشر ایوانګیلوس وینیزیلوس د سیریزا په ګډون د یوه ملي مسول حکومت د جوړولو غږ کړی دی.

خو د سیریزا د ګوند مشر دغه غوښتنه ردکړې او ویلي یې دي چې ګوند به یې په اپوزیسیون کې پاتې شي او د سختو اقتصادي اقداماتو په وړاندې به خپل مخالفت ته دوام ورکړي.

له یونان سره د پورونو د ستونزو د هواري لپاره تیرکال اروپایي اتحادیې او نړیوال وجهي صندوق د ۱۳۰ میلیارډ ایرو مرسته کړې وه.

چارواکو په اروپا او واشنګټن کې هیله څرګنده کړې چې نوی حکومت به ډیرژرجوړشي.