په یونان کې د پارلماني ټاکنو لپاره د ټاکنو مرکزونه پرانیستل شول

په یونان کې د انتخاباتو مرکزونه پرانیستل شول او خلک یو وار بیا د پارلمان د ټاکلو لپاره رایې ورکوي.

په یونان کې له ډیرې مودې راهیسې سیاسي او اقتصادي بحران روان دی؛ تمه ده، چې نوي پارلمان به د ایرو په زون کې د دې هیواد د راتلونکې پریکړه وکړي.

په یونان کې رایه ورکونکي د سریزا ګوند او د نوي ډيموکراسي محافظه کار ګوند تر منځ ویشل شوي دي.

خو داسې نه څرګندیږي، چې یو ګوند به هم د اکثریت په ګټلو وتوانیږي نو له کوچنیو ګوندونو سره د ایتلاف لپاره اړتیا ده.

د سریزا ګوند مشر ویلي دي، چې د اکثریت ایتلاف په جوړولو د بریالیتوب په صورت کې به د مالي ملاتړ د ۱۳۰ ملیاردو ایرو پلان لغوه کړي.

یونان سږکال له پورونو د خلاصیدو په خاطر له اروپايي هیوادونو سره پردې پلان خبرې وکړې.

د نوې ډیموکراسۍ محافظه کار ګوند هم ویلي دي، چې دوی به د مالي ملاتړ پردې پلان له سره غور کوي، خو دومره شدید دریځ نه لري. د نظرپوښتنوپه ترڅ کې څرګنده شوې ده، چې اتیا فیصده یونانیان په ایرو زون کې د پاتې کیدو علاقه لري.

د راییو مرکزونه به نن مازدیګر وتړل شي او نتایج يې ښايي ماښام ته څرګند شي.