د مصر خلک نن یو وار بیا د راییو مرکزونو ته ځي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دوهمه مرحله کې، د دوهمې ورځې لپاره رایې ورکوی.
د جمهوري ریاست ته د اخوان المسلمین د ډلې له خوا ″محمد مرسي″ او د حسنی مبارک د رژیم صدراعظم، ″احمد شفیق″ کاندیدان دي.
محمد مرسي په مصر کې له خلکو سره د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو ژمنه کړې ده.
محمد مرسي ویلي دي، چې د خلکو د پاڅون اهدافو ته د رسیدو لپاره به کار وکړي.
د ده رقیب کاندید ″احمد شفیق″ د ثبات په لور د تګ لپاره کمپاین کوي.
د مصر د جمهوري ریاست انتخابات په داسې حال کې کېږي، چې د دې هیواد د وسله والو ځواکونو عالي شورا د دې هیواد نوی ټاکل شوی پارلمان منحل کړ.
د مصر اساسي قانون سترې محکمې اعلان وکړ، چې د پارلمان د ټاکل کیدو لپاره ترسره شوی انتخابات په قانون برابر نه وو.
د مصر پوځي شورا ژمنه کړې ده، چې د روانې میاشتې په پای کې به قدرت د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکي ته وسپاري.