په پکتیکا کې پر یو کور د توغندي د لګېدو له امله ۶ تنه وژل شوي

د پکتیکا چارواکي وايي، چي پر یوه کور د توغندی د لګېدو له امله ۶ کسان وژل شوي دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا منشي عبدالغني پکتین ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې توغندی نن سهار د وازي خوا په ولسوالۍ کې پر یوه کور ولګېده او په وژل شوو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

دی وايي، چې دغه توغندی د وسله والو مخالفینو له خوا پر سیمه را توغول شوې او هدف یې د افغان ځواکونو یوه پوسته وه، چې پر یوه کور ولګېده.

وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.