په کندز کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته روانه ده

د کندز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په چهار درو ولسوالۍ کې له تیرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه روانه ده.

د کندز د چهار درو ولسوالۍ امنیه قومندان غلام محي الدین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه جګړه وروسته تر هغه پیل شوه، چې وسله والو مخالفینو د دې ولسوالۍ د یتم په کلي کې یو سیمه ییز پولیس وواژه.

په دې جګړه کې د نوري مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.