په نورستان کې ۴۰ ماشومان د شري د ناروغۍ له امله مړه شوي دي

له نورستان څخه راپورونه وايي، چې په دې ولایت کې د شري ناروغۍ له امله ۴۰ کوچنیان مړه شوي دي.

د نورستان د دوواب او منډول ولسوالیو خلکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دغو دوو ولسوالیو کې دغه کوچنیان له تیرې یوې میاشتې راهیسې د شري د ناروغۍ ښکار شوي دي.

د دغو ولسوالیو خلکو له روغتیايي ادارو څخه مرسته غوښتې.

د نورستان د عامې روغتیا رییس ډاکتر اسماعیل ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې اړه یې کاري ډلې دواړو ولسوالیو ته لیږل، دی وايي، چې د کوچنیانو د مړني شمېرې لا تر اوسه له دوی سره نشته.