دهند حاکم ایتلاف د مالیې وزیر د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نومولی دی

دهند حاکم ایتلاف د مالیې وزیر پرا ناب موکرجې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته نومولی دی؛ چې ټاکل شوې ده، د جولای په نولسمه تر سره شي.

مخالف نشنل ډیموکراتیک اتیلاف لا تر اوسه خپل کاندید نه دې نومولی.

په هند کې ولسمشر تر ډیره حده یو تشریفاتي رول لري او اصلي اجراییوي قدرت د صدراعظم او کابینې په لاس کې وي. ددې انتخاباتو ګتونکی به د میرمن پراتیبا پاتل ځاي ونیسی.