د قرغزستان په اق توبه کې د ډيرو نایابوغرنیو اوزو شپيته جسدونه موندل شوي

د قرغزستان د شمال د اق توبه په سیمه کې د ډيرو نایابوغرنیو اوزو شپيته جسدونه موندل شوي دي.

چارواکو ویلي دي، چې دا اوزې وژل شوي او بیا یې ښکر ایستل شوی دی، ځکه د دې اوزو ښکر په لوړه بیه خرڅيږي.

ویل کیږي، چې دې اوزو د ښکرو یوه جوړه په اتیا ډالره خرڅيږي او دا د سیمې خلکو لپاره ډيرې پيسې دي.

د غرنیو اوزو دا ځانګړی نسل یوازې د قزاقستان په شمال او د روسیې په غرنیو سیمو کې پيدا کیږي، چې د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دي.