د بغلان د برکې ولسوالۍ د ملا جان محمد کلي د شهیدانو کلی نومول شوی

د بغلان د برکې ولسوالۍ د ملا جان محمد کلي د شهیدانو کلی نومول شوی دی.

د سیمې خلکو ویلي، چې د لزلې له امله د ورکو شوېو کسانو د لټولو عملیات هم پای ته ورسیدل.

څو ورځې مخکې، د شدیدې زلزلې له امله په برکه ولسوالۍ کې د ملاجان محمد کلي ته نږدې یو غر وښوید، چې ګڼ شمېر کورونه یې تر خاورو لاندې کړل.

د ازادۍ راډیو خبریال له سیمې وايي، چې لږ تر لږه ۶۶ تنه تر خاورو لاندې پاتې شوي دي.

د بغلان خلکو ویلي دي، چې تر خاورو لاندې شوي جسدونه ښايي په داسې حالت کې نه وي، چې را وایستل شي.