د ننګرهار په فتح اباد کې د سړک دغاړې په بمي چاودنې کې ۳پولیسان وژل شوي

د ننګرهار په فتح اباد سیمه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ۳ پولیس وژلې او یو بل ټپې کړې دی.

د دې ولایت د والي ویاند احمد ضیاه عبدالزي نن ازادۍ راډيو ته وویل چې چاودنه د پولیسو پر یوه رینجر موټر شوی او په پیښه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی وایي، چې د پولیسو دغه موټر له خوګیاڼو ولسوالۍ نه د ننګرهار په لور روان وو، چې پرون ناوخته د سړک غاړې له ښخ شوي ماین سره برابر شو.

وسلوالو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.