د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بېلاروس په وړاندې د امریکا د ملي بېړني حالت موقف د یوې بلې دورې لپاره تمدید کړ، ویې ویل چې د بېلاروس د حکومت ځانګړي شخصیتونه لاهم د متحدوایالاتو ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ ته یو بېساری او فوق العاده ګواښ جوړوي.
د دې موقف تمدید متحدوایالاتو ته دا امکان برابروي چې د ختیځې اروپا په دې استبدادي هېواد کې د ځانګړو افرادو او کمپنیو پرضد بندیزونو ته دوام ورکړي.
د بېلاروس په وړاندې د بېړني حالت دریځ لومړی ځل په 2006 کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیوبوش له خوا اعلان شو.