د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته ځي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته ځي، څوهلته په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړي. مارک ګروسمن به د قطر له چارواکو سره لیدنې کتنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی ګروسمن به د قطر له سفر وروسته فنلنډ ته ولاړ شي او هلته به د افغانستان د تماس د نړېوالې ډلې په غونډه کې ګډون وکړي.

په هلسنکي کې د دې غونډې هدف د هغې لویې غونډې لپاره تیاري ده، چې د جولای په اتمه نېټه په توکیو کې جوړېږي. د توکیو په کنفرانس کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه بحث کېږي.

د افغانستان د تماس په ډله کې د نړۍ پنځوس هېوادونه او نړیوال موسسات غړیتوب لري چې په منظم ډول په افغانستان کې د ثبات او امنیت د ټینګښت له هڅو څخه د ملاتړ لپاره غونډې کوي.