د برتانیې ستره محکمې پرون د ویکي لیکس د موسس جولیان اسانژ دا وړاندیز چې د جنسي تېري په تور سویډن ته د ده د سپارل کېدو د حکم په وړاندې به یوځل بیا د استیناف غوښتنه کوي، رد کړه.
دې پرېکړې په بریتانوي محاکمو کې د اسانژ وروستۍ حقوقي امکان هم له مینځه یووړ.
د برتانیې سترې محکمې دوه اونۍ مخکې د اسانژ دا استدلال رد کړ چې ویل یې، سویډن ته د سپارلو لپاره په اروپا کې د ده د نیولو حکم بې اعتباره دی.
د ده مدافع وکیل وروسته وویل، چې ځینو قاضیانو دا وضاحت نه دی ورکړی چې دا پرېکړه یې پر کوم بنسټ کړې ده.
جولیان اسانژ چې وايي، په سویډن کې ده هېڅ راز ګناه نه ده کړې، لاهم دا چانس لري چې خپله قضیه د بشري حقونو اروپايي محکمې ته وړاندې کړي او ښايي په دې صورت کې سویډن ته د ده د سپارلو مخنیوی وشي.
سویډني څارنوالان غواړي د هغو دوو مېرمنو د ادعاوو په اړه، چې اسانژ یې په جنسي تېري او جنسي ناوړه چلند تورن کړی دی، له نوموړي څخه تحقیقات وکړي.