ولسمشرکرزی: د افغانستان د ثبات د ودې په برخه کې دې نورې هڅې هم وشي

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د امن او ثبات د ټینګښت او اقتصادي ودې په برخه کې نورې هڅې کړي.

ښاغلي کرزي د اسیا د زړه کنفرانس ته چې پرون په کابل کې جوړ شو، په وینا کې وویل چې په اقتصادي او امنیتي برخو کې نوره همکاري به سیمه له تروریزم، بنسټ پالنې او تشدد څخه وژغوري.

افغان ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر به په هېواد کې د سولې په هڅو کې د سعودي عربستان او پاکستان د زیاتو مرستو د جلب په مقصد په نژدې راتلونکې کې دې دوو هېوادو ته ولاړ شي.