ویلیم هېګ نن په کابل کې له خپل ایراني سیال سره سره وکتل

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ نن په کابل کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر علي اکبرصالحي سره وکتل.

دا د تېر کال په نومبر کې په تهران کې د بریتانیا پر سفارت د ایراني اعتراض کوونکو له حملې وروسته د ایران او بریتانیا ترمنځ په لوړه سویه لومړنی تماس بلل شوی دی.

دوي په کابل کې د اسیا زړه د کنفرانس ترڅنګ خبرې وکړې.

راپورونه وايي، چې هېګ او صالحي د لندن او تهران ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په باب خبرې وکړې.