افغان ولسمشر په کابل کې د اسیا زړه سیمه ایز کنفرانس په رسمي توګه پرانیست

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د اسیا زړه د هېوادونو سیمه ایز کنفرانس په رسمي توګه پرانیست او هغه یی د افغانستان، سیمې او نړۍ ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله.

دا سیمه ایز کنفرانس، چې په کې د سیمې او نړۍ د لسګونو هېوادونو او سازمانو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړې، نن سهار په کابل کې پیل او د یوې ورځې لپاره به دوام وکړي.

ښاغلي کرزي وویل، چې په دې کنفرانس کې ګډون کوونکي ټول هېوادونه په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره باید هڅه وکړي او دا ځکه، چې د افغانستان امن د سیمې امن دې.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون هم د دې کنفرانس ګډونوالو ته په یوه ویډیویي وینا کې پرسیمه ایزې همکارۍ او په سیمه کې د ثبات لپاره په جدي هڅو ټینګار وکړ.

د ترکیي، روسیې، ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم ویناوې وکړې او ټولو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به د ثبات او اقتصادي ودې په هدف له یوبل سره رښتینې همکارۍ وکړي.