سریلانکا د لږ تر لږه ۲۷ افغان او پاکستاني کډوالو د نیولو خبر ورکړ

د سریلانکا پولیسو پرون (چهارشنبه) د لږ تر لږه ۲۷ افغان او پاکستاني کډوالو د نیولو خبر ورکړ.

د پولیسو په وینا، دې کسانو غوښتل، چې اسټرالیا ته ولاړ شي.

د جرمني خبري اژانس وايي، چې د سریلانکا پولیسو تر دې یوه ورځ مخکې لږ تر لږه ۶۲ سریلانکایان او دوه هندوان هم نیولي دي.

ویل کیږي، چې دا ډله هم اسټرالیا ته روانه وه.