روسیې او متحدو ایالاتو په سوریه کې د روانو شخړو ملامتي یو پر بل واچوله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن روسیه ملامته کړه، چې د بشارالاسد رژیم ته د جنګي الوتکو په لیږلو سره د سوریې وضعیت خرابوي.
کلینتن په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې له سوریې سره د روسیې د اړیکو په اړه وویل:
( روسیه وایي، چې غواړي په سوریه کې سوله او ثبات بیرته تامین شي.
دا هېواد وایي، چې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کومه ځانګړې لیوالتیا نه لري او دغه راز ادعا کوي چې په سیمه کې حیاتي ګټې او تعلقات لري چې غواړي هغه وساتي.
دوي به دغه ټول له خطر سره مخامخ کړي که سمدستي ګټور ګامونه پورته نه کړي.)
کلینتن دغه راز خواشیني څرګنده کړه، چې روسیې له سوریې سره د پوځي اړیکو د پریکولو لپاره پرله پسې غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورف د جنګي الوتکو په اړه تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا سوریې ته د روسیې د وسلو ورکولو د تیرې معاملې یوه برخه ده او دغه وسلې یواځې د هوایي مدافع لپاره کارول کیږي.
هغه واشنګټن تورن کړ، چې د سوریې یاغي وسله والو ته وسلې ورکوي.