ده دا هم وویل، په هېواد د پنځوس فیصده ناامنیو سبب، د ځینومجاهدینو او پخوانیو قوماندانانو بې پروایي ده:
«د نړۍ د کار او ادارې کړن لاره پرمخ تلې، هڅه کوو ورو ورو د هغو سطحې ته ورسیږو، خو ستونزه دا ده چې مثلا زه په حکومت کې د مجاهدینو استازی یم، پخواني مجاهدین او قوماندانان سره له دې سپین ږیري او دکارتوان نه لري، د څوکېو تمه کوي او که نو خفه کېږي.
حال دا چې نن سبا د کار شرایط بدل شوي او د حکومت ځولۍ هم تنګه ده.
تیره ورځ ښاغلي کرزي په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې دی به د خپلې واکمنۍ په پاتو دوو کلونو کې د ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو او د فساد پرضد د مبارزې په لار کې زیاتې هڅې وکړي.
مارشال فهیم د هېواد د روانو حالاتو پر وړاندې د مجاهدینو او پخوانیو قوماندانانو په بې پروایي په داسې حال کې انتقاد کوي چې ولسمشر کرزی هم دا مني چې په تیرو لسو کلونو کې په حکومتدارۍ کې له مصلحتونو کار اخیستل شوی دی.
د چارو پوهان وایي، کوم حکومت په اداري فساد ککړ وي، نه شي کولای چې دا مبارزه په رښتیني توګه پرمخ بیایي.
اجمل هوډمن وایي:
«له تیرو لسو کلونو راهیسي د اداري فساد پرضد د حکومت له خوا د مبارزې خبرې اورو، خو په عمل کې مو هیڅ ونه لیدل، د حکومت جوړښت موږ ته دا پیغام راکوي چې حکومت دا کار نه شي کولای، حکومت څنګه کولای شي، د ځان پر ضد مبارزه وکړي.»