ناټو هیلمنه ده، چې د پاکستان له لارې د اکمالاتو لاره په لنډ راتلونکې کې پرانیستل شيٍ

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وایي، هیلمن دی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو لاره په لنډ راتلونکې کې پرانیستل شيٍ.

راسموسن نن د استرالیا له مرکز کانبري څخه د لیدنې پرمهال دا خبره وکړه.

خو تر دې مخکې روانه اونۍ متحد ایالاتو له پاکستان سره د اکمالاتو د پرانیستلو پر سر خبرې بې نتیجې پای ته ورسولې.

دا لاره وروسته تر دې اسلام اباد بنده کړه چې د ناټو الوتکو د لیندۍ په میاشت کې د پاکستان دننه څلرویشت پاکستاني پوځیان ووژل.

ناټو له ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان سره موافقه کړې ده څو له افغانستانه د پوځي وسایلو او وسایطو د ایستلو لپاره لاره پرانیزي. خو د ناټو عمومي منشي وایي چې د منځنۍ اسیا د هیوادو لاره د پاکستان په پرتله ګرانه تمامیږي.

راسموسن همداراز ژمنه وکړه چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امنیتي خلا رامنځته نه شي.

ناټو د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه یو لک او دیرش زره پوځیان له افغانستانه باسي.