د ایران اتمي پروګرام او د سوريي شخړه وي به د روسیې او ایران د خبرو په اجنډا کې وي

تمه ده چې د ایران اتومي پروګرام او د سورې شخړه د روسیې او ایراني چارواکو د خبرو په اجنډا کې وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په تهران کې له ایراني چارواکو سره د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړیو هیوادو تر منځ تر خبرو مخکې ویني.

راتلونکې اونۍ په ماسکو کې د جون په اتلسمه او نولسمه د ایران او د نړۍ د شپږو غښتلیو هیوادو تر منځ د ایران د اتومي لانجې په اړه خبرې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران د روسیې او چین تر سخت فشار لاندې دی څو د خپل اتومي پروګرام په برخه کې د نړیوالو غوښتنو ته رغیدونکی ځواب ووایي.

روسیه د لویدیځ له لورې پر ایران له نور فشار سره مخالفت کوي او د سوریې په برخه کې ماسکو او تهران د نړیوالې ټولنې له مداخلې سره مخالفت کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی.