په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف د جګړې پر مهال د ماشومانو د مړینې د کچې د ډیریدو په هکله اندښنه څرګنده کړې.
یونیسف په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یو زرو اوه سوه او پنځوس تنه ماشومان په دوه زره یولسم کال کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې د دې رپوټ له مخې په دوه زره لسم کال کې یو زرو درې سوه او نوي ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
یونیسف په جګړه کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي څو د ماشومانو د وژلو مخنیوی وکړي.