په ننګرهار کې د یوې کورنۍ درې تنه غړي د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوي

په ننګرهار کې د یوې کورنې درې تنه د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي او یو یې تښتول شوی دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کسان د یوې کورنې غړي وو، چې د دې کورنې پلار، مور یو زوی وژل شوي او یو بل زوی یې د دې کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د ښاغلي عبدالزي په وینا تر اوسه د دې پیښې لامل نه دی معلوم.

بل لور ته تر اوسه د دې پیښې مسوولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.