د امریکا متحده ایالات وایي، روسیه سوریې ته جنګې الوتکې لیږي او په دغه هېواد کې د پنځلس میاشتني تشد د نظر وړزیاتوالي خبرداری یی ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن پرون په واشنګټن کې د بروکینګز په انستیتوت کې وویل:
(وروستیو ترلاسه کړو معلوماتو اندیښمن کړي یو، چې وایي له روسیې څخه سوریې ته جنګي الوتکې په لاره دي چې دا به په دې هېواد کې د کړکیچ لمنه ډیره پراخه کړي.)
کلینتن وویل، د روسیې دا ادعا چې ګواکې سوریې ته د وسلو استول یې د دې هېواد د حکومت له خوا د یاغي وسله والو له ځپلو سره اړیکه نه لري، هیڅ حقیقت نه لري.
کلینتن دغه راز وویل، چې د ملګروملتونو د سولې د پلان له تطبیق پرته به ډیره ګرانه وي چې په سوریه کې د ملګروملتونو څارونکی ماموریت تمدید شي.
د دغه ماموریت اعتبار د جولای په شلمه پای ته رسیږي.