د بغلان والي منشي عبدالمجید وایي، له کابله ورغلي یوه هیت سره یې په ګډه پرون د بورکې ولسوالۍ د درسای هزاره له سیمې چې دوه ورځې مخکې زلزلې او غره ښویدینې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانه اړولي، کتنه وکړه.
هغه وایي، له څیړنو وروسته ورته معلومه شوه، چې د تلفاتو شمېرهغومره نه دی چې مخکې رسنیو ورکړی و.
ښاغلی مجید له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دغې پیښې په مهال ډیر خلک له خپلو کورونو بهر و:
(فکر کوم د تلفاتو اندازه هغومره نه ده چې مخکې په رسنیو کې ویل شوي و او د ویجاړ شوېو کورونو شمېر هم ښایي کم وي.
ډیر خلک سهار له خپلو کورنو د ورځنیو چارو لپاره وتلي و، کوچنیان هم ښونځي ته تللي و او د سیمې یو شمېر خلک هم مسافرو.
اټکل کیږي چې په بورکه کې به د تلفاتو اندازه د شلو او پنځوسوتنو ترمنځ وي.)
د بغلان والي وویل، د غره د ښویدو له امله شاخوا شل کورونه له خاورو لاندې شوي او د ترخاورو لاندې شویو کسانو د ژوندي پاتی کیدو هیله ډیره کمه ده.
هغه دغه رازوویل چې زیانمن شویوخلکو ته یې څه مرستې رسولي خو د سیمې اوسیدونکې بیا وایي چې له دوی سره شوې مرستې ډیرې کمې دي او دوی ډیرومرستو ته اړتیالري.